داعش په ننګرهار کې د پروني ډله ييز بريد مسؤليت په غاړه واخيست

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۶)

داعش وسله والې ډلې د ننګرهار ولايت جلال اباد هوايي اډې ته څيرمه د پروني بريد مسؤليت په غاړه اخيستی دی.

پرون د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي وويل، پنځو تنو داعش وسله والو د EBE په نوم پر يوه ساختماني شرکت وسله وال بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د دغه شرکت يوولس کارکوونکي ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول.

ځينې راپورونو کې د شپاړلس کسانو د وژل کېدو او نهو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

داعش ډلې ته منسوب د اعماق په نوم خبري اژانس د پروني بريد مسؤلیت منلی دی.

داعش د ننګرهار په ځینو ولسواليو کې فعاليت کوي چې له کبله يې زرګونه ملکي وګړي خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوي او دغه راز تر دې مخکې يې هم په دغه ولايت کې ځينې ملکي ادارې  د خپلو بريدونو هدف ګرځولي دي.

ځينې حکومتي چارواکي، طالبان او سياستوال تورې پورې کوي چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونه د داعش وسله والو ملاتړ کوي او هغوی ته د نظامي کسانو او وسلو په چمتووالي کې مرستې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button