ننګرهار: د ګډو ځواکونو عملياتو کې ديوې کورنۍ ديارلس تنه وژل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۸)
د راپورونو له مخې، تيره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سيمه ییزې سرچينې وايي، دغه عمليات د يادې ولسوالۍ مربوط په ناصرخيلو سيمه کې شوي چې پکې ګڼ کورونه ویجاړ شوي، د ملکي خلکو قيمتي مالونه او پيسې يې چور کړي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، په بیګانيو عملياتو کې چې د ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي د ميرمنو او کوچنيانو په شمول د يوې کورنۍ ديارلس تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
طالبانو د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله تاييد کړی او د هغوی دا ډول کړنه يې جنايت او وحشت بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ هم بهرنيو او دولتي ځواکونو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو په ترڅ کې شپږ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
دغه راز دوه ورځې مخکې يې د میدان وردګ ولايت د جغتو ولسوالۍ اړوند په دراني کلي کې د چاپې پر مهال پلار، زوی، زوم وژلي و او درې ميرمنې يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړې وې.
په وروستيو کې يوځل بيا ګډو ځواکونو خپلو شپنيو عملياتو ته زور ورکړی او تر ډيره پکې ملکي وګړي هدف ګرځي خو تر اوسه د بشري حقونو ادارې، ملګري ملتونه او په حکومت کې د خلکو استازو د ورته ډول عملياتو د بنديدو او پکې د ملکيانو دوژل کېدو په اړه لازم اقدامات نه دي کړي.



