طالبانو په کابل کې د وروستي بريد په اړه د چارواکو ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۸)

وړمه ورځ په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني مشر په لمانځغونډه کې د هاوان بريد وشو چې له کبله يې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو له ياد برید څو شيبې وروسته رسنيو سره په یاد بريد کې لاس لرل رد کړل.

که څه هم د ياد بريد پړه داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستې خو د کورنيو چارو د وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ادعا کړې ادعا کوي چې ياد بريد د طالبانو له خوا پلان شوی او ترسره کړی يې دی.

له بله پلوه طالبانو يو ځل بيا په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د چارواکو دغه ادعا رد کړې زياتوي :” کوم عملیات چې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا طرحه کیږي، لومړی به هغه ځای پوځي هدف وي، دوهم داچې د کوم قوم، مذهب او خاص قشر په وړاندې برید به نه تلقي کیږي”.

د مجاهد په وينا، دوی د خپلو ترسره کيدونکو عملياتو اعلان د خپلو رسمي ادرسونو له لارې کوي او له دغه لارې د ترسره کيدونکو بريدونو هدف او لاسته راوړنې هم رسنيو سره شريکوي خو په وړمني بريد کې دوی لاس نه لري.

دغه غونډې ته پخوانی ولسمشر حامدکرزی، اجرائيه رئیس عبدالله، حنيف اتمر، محقق او ځينې نور چارواکي هم راغلي و چې د چارواکو په وينا د بريد په ترڅ کې يوولس کسان وژل شوي او پنځه نوي تنه نور ټپيان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button