فراه: د ولسمشر غني له رسيدو سره سم پر هوايي ډګر توغندي وار شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۸)
د راپورونو له مخې، د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني نن سهار فراه ولايت تللی چې هوايي ډګر ته له رسيدو سم يې پرې توغندي وار شوي دي.
د ارګ له لوري په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار فراه ولايت ته رسيدلی او د دغه ولايت له سيلاب ځپلو کورنيو، چارواکو او قومي مشرانو سره به وګوري.
د فراه ولايت څخه د ملي اردو يو چارواکي رسنيو ته ويلي، فراه ته د غني له رسيدو سم پر هوايي ډګر توغنديز بريد شوی دی.
تر اوسه د دغه بريد مالي او ځاني زيان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو سرچينې وايي، توغندي هوايي ډګر ته نږدې په پليګون سيمه کې لګيدلي دي.
طالبانو د دغه بريد مسؤليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکي، فراه ته د غني له راتګ سره سم پر هوايي ډګر توغندي وار شوي زياتوي په دې اړه به نور جزيات وروسته ورکړي.
ولسمشر غني په وروستيو کې ځينې ولايتونو ته سفرونه پيل کړي چې شنونکي او سياسیتوال د هغه دغه ډول سفرونه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين يوه برخه ګڼي.



