قطري مذاکرات او د (Yes Sir, OK Done!) فارموله

استاد دلاور سيلاب
د تیر افغان جهاد له برکته چې کله د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحادي امپراطوري (USSR) راونړیده ، سوړ جنګ هم پای وموند او نړۍ یوه قطبي شوه ، له یو درجن پایلو یې یوه دا هم وه چې د پانګوال نظام مخکښ بلاک امریکا (USA) په نړیواله کچه د یو بې سياله زبرځواک په ډول نندارې ته وړاندې شو.
دغه ځواک په دې هیله چې نور نو په دنیا کې له اسلام او مسلمانانو پرته بل کوم رقیب، عتید او سیال نه لري، د نړۍ په لر وبر کې یې په داسې بې مخیني وحشت او دهشت لاس پورې کړ چې معاصر تاریخ یې هیڅ کومه بیلګه ریکارډ نه شوه کړای، د خپل لوی سیال (USSR) له عدم شتون څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره یې یواځې داسلام له مینځه وړل په خپله راتلونکي جنګي ستراتیژۍ واوښتل ،ځکه هغه پوهیده چه همدایې یواځینی سیال دی.
له دې امله یې په یوه او بله بهانه (لکه د ترهګرۍ شتون او یا ددیموکراسۍ نه پلي کیدل) د خپلو اسلافو تاریخ ته په کتو سره د صلیبي جنګونو (Crused Wars) ژمنه بیا تازه کړه ، او د (أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى) په اعلانولو سره یې ټول انسانان وګواښل چې : یا له موږ سره او یا هم له ترهګرو سره.
له ساړه جنګه نیولې آن تر ننه یې هیڅوک هم مخې ته ونه دریدل ، هر څه به یې چې ویل او یاغوښتل ، بی له Yes Sir OK Done: بلې صاحب امر مو پر ځاي کیږي. له خبرې پرته یې بل څه نه اوریدل او نه یې هم اوریدل غوښتل او منل.
هماغه و چې له بده مرغه د امپراطوریو په هدیره یې هم ګذر شو ، د څه کم دوه لسیزو په اوږدو کې یې یاده فارموله Apply نه شوه کړای . ځکه دوي له داسې قوم سره لاس او ګرېوان شول چې مرګ یې د شرابو له څکلو هم زیات خوښيږي، اوس چې کله په جګړه ایز ډګر کې په ګونډو شو، نو یې د قطر په مذاکراتو کې د سیاسي چنو په وهلو سره پیل وکړ ، چې ګوندې په دې سره به دوي ځان ته د وړو پوزه جوړه او په نړیواله کچه به خپل هیبت او فرعونیت حفظ کړای شي .
خو دوی نه پوهیدل چې د(وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) په اصل سمبال مرکچیانو ، داسې بې ارزښته قواعد نه شي عملي کیدای ، دوی تر شا ډیر اوږد ویاړلی تاریخ لري ، دښمن له داسې یو سیال سره لاس او ګریوان دی ، چې نه ګواښ مني نه عذر ، نه زر مني ، نه زور ، او نه هم د برده ګۍ او اسارت ازغنې زولنې او د (…Yes Sir) فارمولې ، او همدارنګه نه غواړي په داسې د تملق او چاپړوسۍ په ناکاره جملو خپلې پاکې خولې بدبویه کړي .
نور نو د Yes Sir OK Done فارموله د تل لپاره د امپراطوریو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه ،او دا دی اوس یې په قطر کې فاتحه اخیستل کیږي .
افغانانولکه څنګه یې چې پرون د قطبی خرس (USSR) د سرو منګولو له داړلو د نړۍ مستضعف ملتونه د تل لپاره بې غمه کړل ، دادی نن یې یو ځل بیا د بل طاغوتي نظام په تضعیفولو سره ( او بالآخره په نږدې راتلونکي کې په له مینځه وړلو ) سره یې په نړیوالو یو بل احسان هم وربار کړ.



