اکبر اغا: طالبان او امريکايان هوکړې ته نږدې شوي خو پايلې ته نه دي رسيدلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۱)
نږدې درېيمه اوونۍ پوره کيدونکي ده چې په قطر کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ خبرې دوام لري.
پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سيداکبر اغا وايي، دواړه خواوې هوکړې ته نږدې شوي خو تر اوسه وروستۍ پايلې ته نه دي رسيدلي.
سيد اکبر اغا دغه خبرې هيله بښونکې وبللې په وينا يې که روان مذاکرات ګټور نه و بيا يې دومره دوام نه پيدا کاوه زياتوي هغه معلومات چې مونږ ترلاسه کړي دا دي چې امریکايان او طالبانو هوکړې ته نږدې شوي خو وروستۍ پايلې ته لا هم نه دي رسيدلي په خبره يې ښايي دغه خبرې شپږم پړاو ته وغځيږي.
دغه راز سياسي شنونکی وحيد مژده بيا وايي، افغانستان کې له څلويښتو کلونو راهيسې جګړه ده او دا چې دغه هيواد يوځل بيا په جګړه کې ښکيل نه شي نو اړتيا ده چې خبرې په جزياتو وشي زياتوي باوري دی چې دغه خبرې به بريالۍ کېږي خو وخت به نيسي.
د قطر له مذاکراتو ځينې خبرې سرچينې وايي، امریکا د خپلو ځواکونو وتلو ته تياره شوې او طالبان هم دا ضمانت ورکوي چې افغان خاورې نه به نورو هيوادونو ته زيان نه رسيږي.
خو د سرچينې په وينا، دا مهال په دې بحث روان دی چې امریکا له طالبانو غواړي افغان حکومت سره خبرې وکړي خو طالبان دې ته تيار نه دي وايي له حکومت بهر له نورو افغانانو سره خبرې کوي خو حکومت سره به په هيڅ ډول خبر ته تيار نه دي.
څو ورځې مخکې طالب وياند ذبیح الله مجاهد له شمشماد تلويزيون سره په مرکه کې په قطر کې روانې خبرې ګټورې وبللې او زياته يې کړه چې د دغه خبرو د کاميابيدو مهم اړخ دا دی چې بهرني ځواکونه افغانستان خوشې کړي.



