طالبانو د دولت درې پوستې او اته عسکر ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۱)

په  بغلان او سمنګان ولايتونو کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه کړي چې عسکرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ اته عسکر ژوندي هم نيولي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکي، تيره شپه طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چهارشنبه تپه سيمه کې پر دولتي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې دوه پوستې نيولي، لس عسکر وژل شوي او شپږ تنه طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلي دي.

د مجاهد په وينا، په دغه نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

دغه راز تيره شپه د سمنګان ولايت دره صوف ولسوالۍ مرکز ته نږدې په تپه فريد سيمه کې طالبانو يوه پوسته نيولي چې د جګړې په ترڅ کې پنځه عسکر وژل شوي، دوه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

طالبان وايي، په دغه عملياتو کې يې له دولتي پوستو څخه په زياته اندازه وسلې، مهمات او نظامي توکي هم نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم طالبانو د بادغيس په مرغاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو يوه لويه قرارګاه او درې پوستې نيولې وې چې په ترڅ کې يې د طالبانو په وينا شل عسکر ووژل شول او اته ويشت تنه نور طالبانو ژوندي ونيول.

ډير کله طالبان په جګړو کې نيول شوي عسکر په ضمانت او په دې شرط چې بيا به دولت سره نه يوځای کېږي بيرته خوشې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button