غزني: شلګر کې د ملکيانو پر موټر هوايي بريد مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۱)

د غزني ولايت شلګر ولسوالۍ کې د ملکي خلکو د سپرلۍ پر موټر هوايي بريد شوی چې د ځايي سرچينو په وينا درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د شلګر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه پيښه نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط په عاشقوالو او شيرکلا سيمو رامنځته شوې ده.

ځينو سرچينو په دغه بريد کې نهه او ځينو نورو بيا اتو تنو ملکي وګړو د وژل کيدو او پنځو تنو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د غزني ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو پېښه تاييد کړي وياند يې ذبیح الله مجاهد وايي، دغه بريد د بهرنيو ځواکونو له خوا شوی چې له پنځلس تنو زياتو ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ويل کېږي، په هغو کسانو هم بمبار شوی چې سيمې ته د ټپيانو او شهيدانو د پورته کولو لپاره ورتلل.

په وروستيو کې ګډو ځواکونو د هیواد په بيلابيلو ولايتونو کې خپلو هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو ته زور ورکړی چې تر ډيره پکې ملکي خلک په نښه کېږي خو مسؤل چارواکي يې په اړه هيڅ نه وايي.

څو ورځې مخکې هم په ميدان وردګو، لوګر او ننګرهار ولايتونو کې د چاپو پر مهال لسګونه ملکي وګړي ووژل شول او لا هم دغه لړۍ روانه ده چې تر اوسه د بشري حقونو ادارې، یوناما او نور اړوند بنسټونو د دغه وحشت د مخنیوي يا غندنې په اړه هيڅ اقدام نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button