د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه او اوږده مذاکرات!!

ليکوال: څارګر احمدزی
له کومه وخته چې د امریکا لويې وچې ته د اروپا او اسيا له مختلفو هېوادونو څخه د خلکو او وګړو د کډوالۍ سيستم پيل شوی دی، نو له هغه وخته د امریکا د نظام ډبره په ظلم، زياتي او استبداد ايښودل شوې ده.
کله چې هسپانويانو، هالينډيانو او نورو اروپايي يرغلګرو امريکا ته خپل عسکر د يرغل په موخه بوتلل او هلته يې د يوه نظام بنسټ کېښود، دا چې امریکا ولې جنګي او يرغليز طبيعت او مزاج لري، نو بايد وويل شي چې هسپانويانو هالينډيانو او نورو طاقتونو چې کله په امريکا سيمه باندې نظامي يرغلونه پيل کړل نو يې له خپل جنګي طبيعت او مزاج سره سم په نوموړې سيمه کې د يوه استبدادي نظام بنسټ کېښود، چې دا دی اوس هم شته او په نړۍ کې يې خونخواره بڼه او شکل غوره کړی دی.
امريکا د خپل جنګي مزاج له امله په دوو نړيوالو جنګونو کې هم د اروپايي هېوادونو تر منځ د شيطان دنده اجراء کوله، په کوم او قوي دواړو هېوادونو باندې به يې زهريله وسلې پلورلې، همداشان په ويتنام کې هم امريکا د ويتناميانو پر وړاندې له ډېر زيات تشدد څخه کار اخيستی دی او د هغه ځای اوسېدونکي يې کله په يوه نوم او کله هم په بل نوم ځورولي او ربړولي دي.
دا رنګه تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته کله چې د امريکا په مشرۍ اروپايي متحدين سره يو شول او د جرمني او جاپان پر وړاندې يې جګړه پيل کړه نو له جاپانيانو يې د تسليمۍ غوښتنه وکړه خو جاپانيان تسليم نه شول بلکې د امريکا او متحدينو پر وړاندې يې جنګ غوره کړ نو له دې امله امريکا د جاپان په هيروشيما او ناګاساکي دوو ښارونو باندې د (وړوکي هلک) په نوم اتوم بمونه استمال کړل چې له امله يې په دواړو ښارونو کې په لکونو کسان ووژل شول او دا دی تر اوسه هم په يادو شويو دوو ښارونو کې څومره ماشومان هم زېږيږي خامخا يو نقص پکې وي.
راځو دې چې امريکا له ۲۰۰۱ ميلادي کال څخه راپدې خوا تر اوسه پورې له افغانانو سره په يوه اوږده او ناپايانه جګړه کې ښکيله ده او په لکونو افغانان يې د ترهګرو په نوم ووژل چې په حقيقت کې خپله امريکا د ترهګرو ځاله ده.
دا چې امريکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو پواسطه ظلمونه، تشدد، وحشتونه او نور ډول ډول نه توجيه کېدونکي اعمال تر سره کوي ځکه يې نو پر وړاندې افغانان هم راپاڅېدلي او يوه منظم مقاومت يې پيل کړی دی. که څه هم د يرغل په لومړي سر کې افغانانو امريکا ته ويل چې جنګ ګټه نه لري، له جنګه بايد تېر شي او د خبرو له لارې بايد هره مسئله هواره شي، خو امريکا خپل غرور اخيستې وه او دا چې په نړۍ کې هيچا هم امريکا ته په کږو نشوای کتلی نو افغانانو ته يې هم همداسې ګومان کولو چې ګواکې دا خلک به امريکا ته په برندو ونه ګوري، خو کاش چې دوی د خپل سکني نيکه (سکندر مقدوني) تاريخ مطالعه کړی وای!
لنډه دا چې امريکا په يوه سخته او نه پای کېدونکې جګړه کې ښکيله شوه، له دې امله نو اوس امريکايي شنونکي هم په دې باور دي چې د امريکا په تقريباً ۵۰۰ کلن تاريخ کې اوږده او نه ګټونکې جګړه د افغانستان جګړه ده، ځکه يې نو د مذاکراتو لار خپله کړه، خو دا چې امريکا همېش که چا ته د جنګ له لارې ماته نه ده ورکړې نو په چل ول يې ورسره مذاکرات پيل کړي او په مذاکراتو کې يې بيا ماتې ورکړې ده چې امريکا يې خپله بريا بولي، خو له افغانانو سره مذاکرت هم د امريکا او نړيوالو شنونکو په وينا بې مثاله مذاکرات دي، چې دا هم د امريکا په تاريخ کې لومړني داسې مذاکرات دي چې د امريکا چل ول او فرېب پکې هېڅ نه چلېږي، بلکې د افغانانو پر وړاندې يې هر څه په ګونډو دي، يعنې له هره اړخه اوس په افغانستان کې امريکا ماته ده.
نو په پای کې بايد ووايو چې امريکا په جنګ کې له داسې خلکو سره مخ شوې ده چې په تېرو ا تلسو کلونو کې يې سخت زيانونه او تاوانونه ورواړول، همداشان مذاکرات هم په همدې ډول خلکو سره دي ځکه نو امریکا اوس په دوه کې حيرانه ده او په خپلو کړنو پښېمانه ده او وايي چې کاش!! له اول نه يې په دې اړه مثبت سوچ کړی وای نو اوس به يې نړيوال غور وپيش صفر حالت ته نه راکوزېدلو.



