د فراه د فواید عامې رئیس ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۲)
راپورونه وايي، د فراه ولايت د فوايد عامې رئیس سليم فراهي په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
د ځايي سرچينو په وينا، نن سهار د فوايد عامې پر رئيس د فراه مرکز په لومړۍ ناحيه کې بريد شوی چې نوموړي پکې ژوند له لاسه ورکړی او بريدګر تښتيدلي دي.
د فراه امنيتي مسوولين دغه پيښه تاييدوي وايي، د بريد په اړه پلټنې پيل شوي دي او د بريدګرو لټون روان دی.
تر اوسه د دغه برید مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



