ننګرهار: د ملکي خلکو د تلفاتو دوام؛ ګډو ځواکونو شپږ کسان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۲)
ګډو ځواکونو يو ځل بيا د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي چې پر مهال يې شپږ ملکي وګړي وژلي دي.
د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه عملیات د يادې ولسوالۍ مربوط په ټټنګ سيمه کې شوي چې د (مامورخان،امیرخان،سورګل،سپین ګل،دیدارګل اوحمیدګل) په نومونو شپږ تنه چې ټول ملکي کسان دي وژل شوي.
د اسماعيل په نوم د ټټنګ سيمې یو اوسېدونکي کابل ټکی کام ته وويل، وژل شويو کې څلور د يوې کورنۍ او وروڼه دي، دوه د بل کور دي زياتوي دغه کسانو له وسله والو سره هيڅ اړیکې نه لرلې خپل عادي ژوند يې کاوه.
د نوموړي په وينا، عملياتي عسکرو د ځينو کورونو دروازې ماتې کړي او د خلکو قيمتي مالونه يې هم چور کړي دي.
له تيرې څه مودې راهيسې پر ملکي خلکو د ګډو ځواکونوشپني عمليات او بریدونه زيات شوي دي.
درې ورځې مخکې يې د ننګرهار په حصارک او میدان وردو ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ګڼ ملکي خلک وژلي و او دغه راز پرون يې هم د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د مسافرو يو ټونس موټر د بريد هدف وګرځاوه چې شاوخوا اتلس ملکي وګړي پکې ووژل شول.
که څه هم د ګډو ځواکونو په عملياتو کې هره شپه ملکي وګړي په نښه کېږي خو د بشري حقونو بنسټونه، يوناما او ورته ډول حکومتي ادارې په خپلو راپورونو کې دغه ډول عمليات نه را اخلي او په خپلو مياشتنيو راپورونو کې تر ډيره طالبان د ملکيانو پر وژلو کيدو ګرم بولي.



