کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
چارواکي وايي، د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه تنه عسکر وژل شوي دي.
پېښه نن سهار ۶ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې د اردو د عسکرو يو رېنجر موټر له دې ولسوالۍ څخه د کابل په طرف روان و او د سړک د غاړې يو بم پرې والوت.
په چاودنه کې رېنجر موټر له منځه تللی او په کې سپاره دوه تنه عسکر هم وژل شوي دي.
د کلکان ولسوالۍ ولسوال رحمت الله فقير زاده پېښه تاييد کړې ده او زياته کړې يې ده چې پوليسو د پېښې په اړه تحقيقات پيل کړي دي.
د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخستې خو ګمان کېږي، چې بم به د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي وي.
طالبانو څه موده مخکې هم د همدې ولسوالۍ په باپوش سيمه کې د اردو يو رېنجر موټر په بم الوزولی و، چې له امله يې د اردو ۴ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.


















