کابل ټکی کا(پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل):
افغان حکومت وايي ملي امنيتي ځواکونو هيڅوک هم بې محاکمې نه دي وژلي. د ولسمشر وياند شاه حسين مرتضوي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وروستي راپور په غبرګون کې ويلي چې قانون امنيتي ځواکونو ته دا اجازه نه ده ورکړې چې د قانون خلاف عمل وکړي. هغه زياته کړې، د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه پرون د ولسمشر تر مشرۍ لاندې ارګ کې غونډه شوې او پکې د ملکيانو ژوند ته پر جدي پاملرنې ټينګار شوی دی. مرتضوي وويل د قاضيانو د کمښت ستونزې په برخه کې هم اقدام شوی او هڅه دا ده چې په ټولو سيمو کې عدلي او قضايي ادارې فعالې او خلکو ته په اړوندو چارو کې خدمتونه وړاندې کړي. ارګ دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په وروستي راپور کې راغلي چې تېر ميلادي کال کې حکومتي ځواکونو، طالبانو او نورو ډلو پر ملکيانو بريدونه او هدفي وژنې تر سره کړې دي.
يادونه بايد وکړو چې ارګ دامريکا دبهرنيو چارو وزارت پرڅرګندونو په داسې حال کې غبرګون ښيي چې په دې وروستيو کې پر ګډو ځواکونو ددوست،اودښمن تفکيک ګران شوی،دملکي وګړو ترڅنګ يې حتی افغان ځواکونه هم بمبارکړي دي.















