طالبانو له افغانانو غوښتي چې نيالګي وکري
طالبانو له تجارانو غوښتي چې د ونو په کرکيله کې دغريبو خلکو مرسته وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۵)
طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې له افغانانو غوښتي چې د وطن د ښيرازۍ او ابادۍ لپاره لږ تر لږه یو یو نيالګی وکري.
د طالبانو د کرهڼې، مالدارې، عشر او زکوة کميسيون له خوا په خپره شوې اعلاميه کې نيالګيو کرلو ته د خلکو د تشويقولو په پار د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حديث راوړی:
( ژباړه: که په یوه له تاسو څخه په داسې مهال قیامت را ورسید چې په لاس کې يې نیالګی و، نو هغه دې (په ځمکه کې) وکري.)
په اعلاميه کې راغلي د تير په څير د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر اساس (پر ټول متدين ولس او مجاهدینو غږ کوي چې د هیواد د زرغونولو لپاره دې هر افغان لږ تر لږه یو يا ډير ميوه لرونکي او يا غير ميوه لرونکي نيالګي وکري).
دغه راز طالبانو له ملي تجارانو غوښتي چې د ميوه دارو او نورو تجارتي بوټو په کرکيله کې د غريب اولس سره مرسته وکړي چې په وينا يې د ونو او بوټو کرل صدقه جاريه او د هیواد ابادي ده.
تیر کال هم د طالبانو مشر په پسرلي کې د نورو هيوادوالو تر څنګ خپلو طالبانو ته امر کړی و چې هر څوک دې په خپلو سيمو کې نيالګي وکري چې بيا تر څو اوونيو د نيالګيو کرلو لړۍ روانه وه.



