واشنګټن ايګزماينر: د امریکا له خوا حمدالله محب ته ويزه ورکول بند شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۵)
امریکايي خپرونې واشنګټن ايګزماينر وايي، له دې وروسته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب ته د امریکا ویزه نه ورکول کيږي.
یادې خپرونې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د سرچينو له قوله ليکلي، چې پر حمدالله محب د ډير وخت لپاره د امریکا ويزه بنده شوه.
د سرچينې په وينا، په وروستيو کې د امریکا په اړه د محب څرګندونې د دې لامل شوې چې هغه ته ويزه ورکول بند کړي.
واشنګټن ايګزماينز وايي، د امریکا د استازي زلمي خليلزاد او امریکا د وروستيو مذاکراتو په اړه د حمدالله محب څرګندونو ډيپلوماتيکي اړخ نه درلود.
سرچينې ويلي، دا چې د حمدالله محب ميرمن امريکايۍ ده نو ځکه پرې له يوې مخې د ويزې بنديز نه لګول کېږي.
په وروستيو کې حمدالله محب د زلمي خليلزاد په اړه ويلي و چې د سولې په اړه مذاکراتو کې شخصي ګټې لټوي هڅه کوي چې راتلونکي کې د افغانستان د موقت حکومت مشري وکړي.
دغه راز نوموړي طالبانو سره د امریکا مذاکرات ګټور نه و بللي او دا يې د امریکايي عسکرو سره خيانت او د هغوی لپاره د شرم وړ بللي و چې په وينا يې افغان حکومت ته پکې ونډه نه ده ورکړل شوې او دوی به دغه مذاکرات ونه مني.



