دوهم تعقيب: کابل چاودنه کې د کورنيو چارو وزارت لوړرتبه افسر وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۵)
نن سهار د کابل ښار پنځمې ناحيې اړوند د کوټه سنګي پله لاندې په يوه موټر کې چاودنه وشوه چې د عيني شاهدانو په وينا دوه تنه پکې ووژل شول.
د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد دغه چاودنه تاييد کړه خو دا يې ونه ويل چې په چاودنه کې وژل شوي د کوم اردګان غړي دي.
طالبانو د بريد مسؤليت ومانه او څو شيبې وړاندې يې وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه وليکل، په ياده چاودنه کې د داخله وزارت یو لوړ رتبه افسر ډګرمن (ميا غريب) وژل شوی دی.
د مجاهد په وينا، له هغه سره په دغه موټر کې یو بل قومندان هم سپور و چې هغه هم پکې وژل شوی او د سوارلۍ موټر يې ويجاړ شوی دی.
ځينې سرچينې وايي، چې نوموړي افسر په صفریک قطعې کې دنده لرله.
طالبان وخت ناوخت په پلازمينه کابل کې نظامي کسان د چريکي بريدونو او چاودنو هدف ګرځوي چې تر ډيره په خپلو بريدودنو کې کامياب دي.
په وروستيو کې طالبانو ويلي و چې پر ملکي خلکو د ځانګړو قطعو قومندانان او پلانوونکي به يې د بريدونو هدف وګرځي.



