ملګرو ملتونو په افغانستان کې د “یوناما” ماموريت له یو کال شپږو مياشتو ته تمديد کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۵)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې په دغه هيواد کې يې د کار موده له کال څخه شپږ مياشتو ته تمديد شوې ده.

د سرچينې په وينا، دغه پريکړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنځلس غړيو هيوادونو په اتفاق سره کړې ده او د يوناما ماموريت يې تر شپږ مياشتو پورې غځولی دی.

دغه راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړې استازې عدلې راز هم د يادې پريکړې هرکلی کړی وايي، ملګري ملتونه او امنيت شورا د افغانستان سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

ويل کيږي، په امنيت شورا کې د امریکا او چين اختلاف د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د يوناما ماموريت تر شپږو مياشتو رالنډ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button