(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۵)
راپورونه وايي، له تيرو څو ورځو راهيسې د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.
د بادغيس د پوليسو وياند جمشيد شهابي وايي، له تيرې يوې اوونۍ راهيسې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.
هغه وايي، په دغه موده کې ديارلس عسکر وژل شوي او دوولس تنه نور ټپيان دي.
له بله پله طاب وياند يوسف احمدي تازه د يادې جګړې په اړه خبر ورکړی په وينا يې ، د دولت له حاکميته يې د مرغاب مرکز اړوند د مورچاق لويه سيمه نيولې، دولتي عسکر له يوې قرارګاه او پنځلس پوستو پريښودلو ته اړ ايستل شوي دي.
نوموړی وايي، تر دې دمه ديرش عسکر تسليم شوي، پاتې نورو د ترکمنستان خاورې ته د اوښتو هڅه وکړه خو د هغوی له خوا ورته اجازه نه ده ورکړل شوې چې دا مهال د طالبانو له خوا کلابند دي او جګړه روانه ده.















