ليکوال: غورځنګ
په ځانګړي ډول پر اسلامي نړۍ د امريکا خونړي يرغل يو ځل بيا مسلمانانو ته د غرب صليبي جګړې ورپه زړه کړې، د ناټو په نوم اتحاديې د امريکا په مشرۍ په اسلامي نړۍ د نظامي يرغل له پيل سره سم فرهنګي کلتوري، ديني، کلتوري او نور هر اړخيز يرغلونه پيل کړل چې دا دی لا تر اوسه هم روان دي.
خو دلته مونږ په دې اړه شننه کوو، چې د اسلامي نړۍ واکمنان ولې د نيوزيلېنډ پر خونړۍ پېښه چوپ او غلي دي او ځانونه يې داسې غلي نيولې ګواکې چې په نړۍ کې هېڅ پېښه نه وي شوې.
له کومه وخته چې پر اسلامي نړۍ صليبي جګړې پيل شوې دي له هماغه وخته بيا تر اوسه پورې اسلامي نړۍ وخت پر وخت د يرغلونو ښکار شوې ده او مسلمانانو بې درېغه وينې بهولې دي، خو که حالاتو ته وګورو نو د مسلمانانو هغه انقلابونه چې د کفري يرغلګرو پر وړاندې راولاړ شوي دي، يا خو بلکل د بريا تر حده نه دي رسېدلي او يا هم که رسېدلي دي نو ډېر دوام يې نه دی کړی او دا هم بايد ووايو چې که بريا ته رسېدلي دي نو د دې پر ځای چې په اسلامي نړۍ کې يو ځل بيا اسلامي خلافت قائم کړي او ټول مسلمانان د يوون په ټغر سره کېنوي، نو ډېر ژر بېرته د همدې کفارو د ښکار نښه ګرځېدلي دي.
همداشان کفارو هم که په اسلامي نړۍ باندې له نظامي پلوه ماتې خوړلې خو د خپلو ځيرکو استخباراتي ادارو پر مټ يې بېرته په اسلامي سيمو کې حالات په خپله ولکه کې اخيستي او ان پر دې هم توانېدلي چې د مسلمانانو فاتحينو او اسلامي لښکرونو تر منځ نفاق واچوي او سره ويې وېشي.
خو تر ټولو مهمه دا چې پخوا به که چېرته کفارو پر اسلامي سيمو باندې يرغل کولو نو د اسلامي سيمو اوسېدونکو (که به واکمن وو او که به عام مسلمانان وو) نو په يوه خوله به يې کفري يرغل ته يا ځواب وايه او يا به يې د نورو سیمو له مسلمانانو څخه مرسته او کومک غوښته.
په دې اړه بايد ووايو! چې له کومه وخته چې صليبي ځواکونو پر اسلامي نړۍ يرغلونه کول او بیا يې پر وړاندې اسلامي اتلان (سلطان صلاح الدين ايوبي، نورالدین زنګي او نور) کلک درېدلي او ماتې يې ورکړې دي، نو صليبي يرغلګرو هم په دې اړه سوچ وکړ او په دې خبره لاس په کار شول چې بايد د اسلامي سيمو واکمنان او د واکمنۍ طرز او طريقه وربدله کړو، چې له ډېرو پېړيو سوچ او تفکر وروسته يې په (جمهوري، ډيموکراسي، استبدادي، کمونستي، سرمايداري، شاهي) نومونو ډول ډول نظامونه په اسلامي نړۍ وروتپل او په دې واسطه کفارو وکولی شول چې په ډېره کمه قربانۍ زياتې لاسته راوړنې ولري، چې له دې مخکې يې په ډېرې زياتې قربانۍ ورکولو هم دا ډول لاسته راوړنې نشوای درلودلای.
نو اوس راځو دې! د يوويشتمې پېړۍ به رابرېدلو سره د مسلمانانو پر وړاندې د کفري نړۍ ضد او عناد څو چنده زیات شوی دی خو برعکس مسلمانان بيا ورو ورو د کفارو د شيطاني او ژورو پلانونو له امله د کفر غېږې ته ورلوېږي، چې په دې چاره کې تر ټولو مهم رول پر اسلامي نړۍ حاکم واکمنان او جمهوري نظامونه لوبوي.
کفري ځواکونه چې په اسلامي سیمو کې هر څه کوي ، خپله خوښه يې وي خو که يې پر وړاندې مسلمانان پر وړاندې راپاڅېږي او پر ضد يې د خپلو حقوقو د حاصلولو لپاره قيام وکړي نو بیا تروريستان او دهشت ګرد بلل کېږي، نو دا ډول ناسم قضاوت او يو اړخيزه پرېکړه مسلمان ځوروي او نه يې پرېږدي چې خپل پاک ژوندانه ته ادامه ورکړي.
چې ښکاره مثال يې دا دی تېره ورځ په نوي زېلاند (نيوزيلېنډ) د اوسېدونوکو او مسافرو مسلمانانو پر مسجد بريد دی په داسې حال کې چې دغو مسلمانانو کفري د نوموړي هېواد د قوانينو پر ضد هيڅکله هم داسې کوم عمل نه وو کړی چې د داسې پېښې لامل دې شوی وای او نه يې هم په ايئنده کې د کوم څه د کولو اراده او هوډ درلوده.
خو تر ټولو د ځور او زړه بداوي خبره دا ده چې د اسلامي نړۍ واکمنان بلکل په دې خبره غلي دي حتی دومره هم نه وايي چې دا يو تروريستي عمل دی، خو که چېرته د دې برعکس چېرته د کومې کليسا پر وړاندې يوه ډېره عادي پېښه هم شوې وای نو دوی به په تر ټولو سختو ټکو غندلې وای.
که د اسلامي نړۍ واکمنان دا وايي چې د پېښې عامل شخص لېونی وو، يا يې هم عصبي او دماغي توازن له لاسه ورکړی وو، يا دا چې تر شا يې د چا لاس نه وو او يوازې پر خپل سر يې دا پېشه تر سره کړې ده.
خو دا بلکل ناسمې خبرې دي ځکه چې که چېرې د ده شخص تر شا د چا لاس نه وای نو تاسو وګورئ! چې د نوموړي په اسلحه باندې څه ډول اشاروي او د مهمو پېښو تواريخ ليکل شوي دي او دغه ليکل شوي تاریخونه د مسلمانانو او کفارو تر منځ د ترېو جګړو تواريخ دي.















