ارزګان؛ د ناروغ دولتي عسکر تداوي طالبانو کړې ده

کابل ټکی کام(شنبه، ۲۵ کب، ۱۳۹۷ل):

طالبان وايي چې په ارزګان ولايت کې يې د افغانستان د اردو د ناروغ عسکر درملنه کړې ده او خپل کور ته يې ليږلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې پنځه ورځې وړاندې د اردو يو عسکر چې په خپله دنده کې په ناروغۍ اخته شوی و، د حکومت له لوري د تداوي نه کولو له امله طالبانو ته تسليم شوی دی.

احمدي وايي چې د عبدالله په نامه ياد عسکر چې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی و طالبانو ته ددې له پاره تسليم شوی و چې حکومت يې تداوي نه وه کړې چې وروسته يې طالبانو تداوي وکړه او کور ته يې وليږه.

نوموړی وايي چې د ياد عسکر تداوي يې د خواخوږۍ له مخې کړې او له رغېدو ورسته ورته لس زره افغانۍ روپۍ ورکړل شوي دي او خپل کور ته يې لېږلی دی.

که څه هم له دې وړاندې د جګړې په ډګر او عامو وختونو کې ګڼ شمير دولتي عسکر طالبانو ته تسليم شوي دی خو ياده پيښه په خپل ډول کې بې سارې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button