ټاکنو کمیسیون:ژر به د دریو ولایاتود ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړو

کابل ټکی کام(شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل):

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، ډېر ژر به د دریو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي. یاد کمیسیون وایي، د بلخ، هرات او پکتیکا ولایتونو د ټاکنو پایلو پر څېړلو بوخت دي او ډېر ژر به یې وروستۍ پایلې اعلان کړي. د دې کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وایي، د ټاکنیزو شکایتونو په ناستو کې د یاد کمیسیون مسئولینو ویلي چې د ټولو ولایتونو پر نتایجو کار روان  دی او ډېر ژر به د پاتې ټولو ولایتونو پایلې وروستۍ او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته به یې وسپاري. دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې پر ټاکنو شپږ میاشتې اوړي خو لا هم د پاتې ولایتونو د وروستیو پایلو برخلیک نه دی روښانه شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button