سويډن : پلازمینه ستوکهلم کې چاودنه شوې

سويډن (پنجشنبه، مرغومی ۱۷مه، ۱۳۹۴ ل): پلازمینه ستوکهلم کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې مالي او ځاني زیان يې اړولی .

د لوېديځو رسنیو د خبر په حواله تیره شپه د سویډن پلازمینه ستوکخلم کې د دخنیاتو په یوه دوکان کې چاودنه رامنځته شوه چې لږ تر لږه ۱۰ تنه پکې ټپیان شوي او شاو خوا دوکانو نه يې زیانمن کړي دي .

د ستوکخلم د پولیسو قومندان ویاند « کارینا»  ویلي دي، چې د یادې چاودنې په تور چې ۱۰ تنه په کې ټپیان شول دوه شکمن کسان نيولي او تحقیقات به ورځينې وشي.

کارینا زیاتوي چې دچاودنې قربانیان يې ځايي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدولي دي .

نوموړی دغه راز وايلي، چې یو شمېر هغه کسان هم په ټپیانو کې شامل دي، چې د نورو چاودنو له ډاره يې له لوړو پوړونو نه ځانونه غورځولي دي .

د پېښې ځای نه عیني شاهدان وايي چې له پېښې نه وروسته په یو شمېر دوکانو کې اورلګېدلی چې څو ساعته وروسته د اور وژنې عمله سیمې ته ورغلې او اور يې وژلی.

همدارنګه هغه ۲۳ تنه چې د اور په لمبو کې حصار شوي وه د اور وژنې ټيم له لوري ژغورل شوي دي .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button