عراق: د کښتۍ ډوبيدو پېښه کې نوي کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲)

د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي، د موصل ښار ته څيرمه د دجله سيند کې د کښتۍ ډوبيدو پيښه کې نږدې سل کسان وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت سرچينو ويلي، دغه کسان د نوي ال مراسمو کې د ګډون لپاره په کښتۍ کې سفر کاوه چې کښتۍ يې په سيند کې ډوبه شوه.

په وژل شويو کې ۶۱ ميرمنې او نوولس ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي، چارواکو پرلپسې خلکو ته د موصل بند دروازو پرانیستل کېدو خبرداری ورکړی و، خو ځینې کسان د کښتۍ چلوونکي د پېښې مسوول بولي، چې په وینا یې خبرداری یې رد کړی دی.

راپورونه وايي، د يادې پيښې څخه لسګونه کسان د عراق پوځ او د بيړنيو مرستو ادارو له خوا ژغورل شوي هم دي.

ځايي مسؤولين وايي، دغه کښتۍ د الرباين ټاپو ته پر لاره وه چې خلکو غوښتل په ياد ټاپو کې د نوروز ميلې ته ځان ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button