اوبو اخيستی ځګ ته هم لاس اچوي!!!

سږ کال د امریکا او طالبانو د خبرو اترو له پيل راوروسته داسې ښکاري چې د  افغان ولسمشر اشرف غني د بخت ستوری هم لوېدلی دی ځکه خو نو کله د سولې پر ضد شعار ورکوي، کله بيا د سولې په نوم باندې ګروپونه او بانډونه جوړوي، خو ښکاري چې د ولسمشر دا ټولې هلې ځلې داسې لکه کوم سړی چې اوبو اخيستی وي نو ځګ ته هم لاس اچوي او په دې خو نو بیا ټول پوهېږي چې په زګ نيولو سړی په سيند کې له ډوبېدلو څخه نشي ژغورل کېدلی.

دغه شان ولسمشر لومړی په دې هڅه کې وو تر څو امریکايان په دې قانع کړي چې په افغانستان کې لا هم پاتې شي او دومره ژر د خپل تګ په اړه تصمیم ونه نيسي او طالبان پرېنږدي چې بيا افغانستان ته راشي خو د امریکايانو لخوا داسې رډ په رډه ځواب ورکړل شو چې ولسمشر يې هيڅ تصور نشو کولی.

له دې سره سره چې امريکايانو به ولسمشر ته منفي ځوابونه ورکول خو ولسمشر هم د دوی د پاتې کېدلو هڅې په هېڅ صورت پرېنه ښودلې بلکې هر وخت يې د امريکايانو تر غوږونو دا خبره وررسولې ده چې له افغانستان نه دې په وتلو کې عجله نه کوي ځکه چې د دوی تر وتلو وروسته به طالبان بيا راشي او وطن به ونيسي.

ولسمشر د پورتنيو هڅو په لړ کې وروستۍ هڅه دا وکړه چې د خپل امنيت ملي د مشاور (حمدالله محب) پر خوله يې امريکايانو ته عذر او زارۍ پيل کړې خو د دې پر ځای چې امريکايان دغه زارۍ واوري برعکس يې حمدالله محب باندې امريکا ته سفرونه هم بند کړل چې دا د ولسمشر لپاره تر ټولو لويه ضائعه وه.

لنډه دا له کومه وخته چې ولسمشر له امريکا او ناټو ځواکونو څخه ناهيلی شوی، له هغه وختيه يې ځينو هېوادونو ته سفرونه پيل کړي دي، چې د هغو له جملې څخه يې يو هم ترکمنستان هېواد ته سفر وو، چې په ترڅ کې يې ولسمشر د ځينو اقتصادي پروژو د په کار اچولو ژمنه هم وکړه.

همدا شان دويم سفر يې متحده عربي اماراتو ته وو چې هلته هم ولسمشر له ځينو افغان سوداګرو سره وليدل او له هغه ځايه یې هم داسې کومه تحفه رانه وړه چې د افغانانو زړونه پرې خوشحاله شي. نو څېړونکي وايي: چې د ولسمشر غني وروستي سفرونه داسې دي، لکه کوم سړی چې اوبو اخيستی وي او بيا د سيند په منځ کې د اوبو ځګ ته هم لاس اچوي.

خو ولسمشر ته يې بايد مشاورين ووايي چې د افغانستان سوله او مذارکرات په څه ډول سره تر سره کېږي. او د یوه هېواد ولسمشر بايد په سوله کې تر کومه حده رول ولوبوي؟

خو ولسمشر برعکس د دې پر ځای چې د سولې اصلي لوری درک کړي اوس هم ځان خطا باسي او په جعلي لوريو پسې ګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button