
نوی کال او زما کرېغې!!!
ليکوال: کرامت الله اخلاص یار
په لومړيو کې د ۱۳۹۸ هـ ش کال د رارسېدو په ویاړ افغان با عزته، قهرمان او مېړني ولس ته د دغه کال مبارکې وړاندې کوم.
خدای دې وکړي، چې دغه کال د هېواد د ابادولو، بيا رغولو او د دومدارې سولې د راوستولو کال وګرځي.
دا چې د نوي کال په رارسېدو سره خدای پاک په ټولو موجوداتو کې نوی روح او بدلون رامنځته کوي، نو موږ هم بايد د نوي کال د راتلو سره سم په خپل ژوند کې نوې طرحې او پلانونه جوړ کړو، چې ترڅو په راتلونکي کې د ګڼو مشکلاتو او ستونزو څخه په امن کې شو. ځکه چې که چېرې موږ د یوه کار لپاره منظم پلان ونه لرو، نو فکر نه کوم چې زموږ کار دې په پوره بريالېتوب سره ترسره شي، بلکې هغه کار به له ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ کېږي.
د هر وخت لپاره داسې احساس کوم، چې آیا زموږ ټولنه او خلک په یوه داسې بحران کې لاس او ګريوان دي، چې هيڅ کله به د داسې بحران څخه خلاص نه شي .
که موږ هغه کارونه ترسره کړو، چې په هغه کې د خدای پاک خير او برکت وي، نو انشاءالله باور لرم، چې بيا به موږ د ګڼو مشکلاتو څخه په امن کې وو، که غواړئ هغه کارونه ترسره کړئ، چې یو خوا پاک رب ته ملامته نه وای او بل خوا مو ټولنې ته ډېری څه ورکړي وي، نو داسې کارونه ترسره کړی، چې په عامه مانا وي، چې ترڅو د ټولنې هر وګړی ترې برخمن شي.
زموږ په ټولنه کې د تېرو څو کلونو را دېخوا جنګ خور دی، چې د دغه جنګ د را پيل څخه موږ په ژوند کې داسې ورځ نه ده لېدلې چې موږ ترې خوند اخیستی وي، بلکې د دغه جنګ له لاسه موږ ډېری ځوانان او ډېری خويندې له لاسه ورکړې.
زموږ ټولنه په پخوا وخت کې یوه داسې ټولنه وه، چې په هر لحاض جوړه او برابره وه، بلکې په اوس وخت کې زموږ ټولنه د یوې لویې بدبختۍ په رسۍ کې شتون لري، ځکه چې موږ په خپلو منځونو کې یوه دومداره همغږي نه لرو، بلکې موږ د یو او بل په وژلو، تهديدولو او همدارنګه د یو او بل ته د ستونزو او مشکلاتو په خورولو او جوړولو کې مصروف یو.
زموږ د پرمختک یوازینۍ ستونزه همدغه ده، چې د یو بل زغم نه لرو او د یو بل ترمنځ د سالمې نه همغږۍ یادې ستونزې دي، چې زموږ د پرمختګ په خنډ کې وجود لري.
که موږ د داسې ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان وو، نو فکر نه کوم چې موږ دې د نورې نړۍ سره سیال شو، بلکې موږ به شاته تګ کوو.
نو اړينه بولم، چې تاسو دا وړتيا لرئ ، چې ټولنې ته په لوچه کچه بدلون ورکولی شئ ، چې د ژوند تر اخېره به یې هېر نه کړی.
راځئ، چې په ګډه مبارزه وکړو، ترڅو د ژوند سره خيانت ونه کړئ او ټولنه مو د پرمختګ په دور کې اچولي وي.
دا دې لپاره د خلکو ترمنځ دومدارې همغږۍ ته اړيتا لېدل کېږي، ځکه چې که موږ په خپلو منځونو کې همغږي ونه لرو، نو زموږ اصلي ستونزې نه شي حل کېدای، بلکې ستونزې به له دې څخه نورې هم خورېږي.
هيله ده، چې د ژوند سره مبارزه وکړئ، چې ترڅو افغانستان اباد او سوکاله کړی او خپلو ارمانونو ته ورسېږی.



