دهلمندپه سنګین کې وسلوالوطالبانو دوه مرکزونه نیولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳وری، ۱۳۹۸ل)

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه نیولي. او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو له لوري په نشر شوي خبر  کې راغلي چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مجيد چوک او مبايل خادې سيمو کې په امنيتي مراکزو بريدونه شوي دي چې په نتيجه کې یې د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه نيول شوي، او ۵۲ تنه عسکر وژل شوي، او ۱۱ نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وایي چې په دې بريدونو کې يې له امنيتي ځواکونو څخه ګڼ شمېر سپکه او درنه وسله هم نيولې ده.

نوموړی زياتوي چې په امنيتي پوستو بريدونو کې يو تن طالب هم ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو ۴۵ پوستې سقوط کړي دي او تر سلو زيات کلي يې په خپل کنټرول کې راوستي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button