په سوریه کې دداعش وروستۍ سیمه هم نیول شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳وری، ۱۳۹۸ل)

ډیکراټیک یعنې د سوريې هغه ځواکونه چې امريکا يې ملاتړ کوي، وايي چې په سوريه کې يې وروستۍ سيمه هم چې د داعش په کنټرول کې وه، نيولې ده.

د سوريې د ډموکراتيکو ځواکونو وياند مصطفى بالي نن په ټوېټر ليکلي، د سوريې شرقي کلى باغوز ازاد شوى دى.

هغه د داعش ډلې پر وړاندې د بريا او د هغې  تش په نوم د خلافت د زوال اعلان کړى دى.

بالي وايي، د داعش ډلې تش په نوم خلافت چې يو وخت د سوريې او ګاونډي هېواد عراق پر زياتو برخو حاکم و، اوس ختم شوى دى.

هغه ژمنه وکړه چې د داعش ډلې د پاتې کسانو او سيمو په وړاندې به تر هغو مبارزه دوام کوي چې په بشپړ ډول له منځه نه وي تللي.

دغه اعلان ظاهراً د داعش ډلې په وړاندې د ګڼو ځواکونو د څلورنيم کلنې مبارزې پاى ته رسېدل په ډاګه کوي.

داعش ډلې يو وخت په سوريه او عراق کې د بريتانيا د خاورې په اندازه پر سيمو کنټرول درلود.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button