مسؤولين: د پاکستان هوايي بنديزونو له کبله افغانستان ته اته ميليون ډالره زيان اوښتی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۰)
د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر محمد قاسم وفايي وايي، د هند او افغانستان تر منځ د هوايي حريم د تړل کيدول له کبله افغانستان ته په ميليونونه ډالره زيان اوښتی دی.
د وفايي په وينا، د هند پلازمينې ډيلي ته د پاکستان له لارې د الوتنو اجازه نه ده ورکړل شوې چې افغانستان ته سفر وکړي چې له کبله يې ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړي دي.
د وفايي په خبره، د دغه الوتنو بنديدو له کبله تر اوسه افغانستان ته اته ميليونه ډالره زيان اوښتي دی.
پاکستان هند سره د وروستۍ شخړې د رامنځته کيدو له کبله په خپل هوايي حريم ټولې الوتنې بندې کړې وې خو وروسته يې له ټرانزيټ الوتکو پرته په خپل هوايي حريم د الوتکو تګ راتګ ازاد کړ.
د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، پاکستان اعلان کړی چې د افغانستان ټرانيزيټې الوتنې به د اپريل تر لومړۍ نيټې هند لوري ته تړلې وي زياتوي پاکستان هره اوونۍ دغه موده تمديدوي.
د چارواکو په وينا، یوه میاشت وړاندې به د هند او افغانستان تر منځ شاوخوا دوه نيم زره کسانو تګ راتګ کاوه خو د هوايي حريم تړل کيدو له کبله د کسانو تګ راتګ پنځه سوه ته راښکته شوی دی.
د پاکستان له لارې به هند ته په دوه ساعتونو کې الوتکه رسيدله خو دا مهال د ایران یا د هند سمندر له لارې تګ راتګ کيږي چې سفر يې شپږ ساعتونو ته اوږد شوی دی.



