زور مې په تا نه رسي مړ به دې پلار کړم

انجنیر عمیر ویاړ
نن سهار د لمر تلویزیوني چینل له یوه چارواکي سره مرکه درلوده، مرکچي له چاروکي وپوښتل چې هندوستان پر پاکستان ادعا وکړه او سملاسي یې پرې هوایی برید وکړ ځکه چې د هغوی نږدې ۴۰ ملیشه فوځیان یې په یوه بمي چاودنه کې وژلي وو، او ایران هم پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې په ایران کې چاودنه هغې ډلې کړې چې په پاکستان کې میشت ده یا یې باید ونیسئ او یا زمونږ غبرګون ته انتظار وباسئ نو تیره ورځ ایران هم د پاکستان پر هغه سیمه چې د ایران مخالفین پکې ځالې لري توغندویی بریدونه وکړل، ځکه چې په یوه بمي چاودنه کې یې د هغوی نږدی شل پنځه ویشت نظامي فوځیان وژلي وو.
خو په افغانستان کې هره ورځ بمي چاودنې او وژنې ترسره کیږي او د افغانستان حکومت یې د پاکستان کار بولي او هره ورځ بلا ناغه پر پاکستان ادعا کوي نو بیا افغانستان ولې پر پاکستان برید نه کوي؟
یاد چارواکي په ډیر وقاحت سره په ځواب کې وویل چې مونږ کمزوري یو او پاکستان یو قوي هیواد دی او زمونږ وس ورسره بر نه دی.
مرکچي وویل چې د طالبانو وس هم له امریکا سره بر نه دی خو له امریکا سره ډغرې وهي او تاسې دعوه پر پاکستان کوئ او وژنئ طالبان؟ نو د طالبانو پر ځای د هند او ایران په څیر پر پاکستان ولې برید نه کوئ او یا په پاکستان کې د طالبانو پر ځالو ولې برید نه کوئ چې یواځې د افغانستان په خاوره کې پرې برید کوئ چې ملکي خلک هره ورځ پکې له طالبانو زیات وژل کیږي؟ ایا تاسې ایله کمزوري خلک وژنئ او هغه هم خپل هیوادوال او آیا تاسې خپل هیواد له طالبانو ساتئ او له بهرني دښمن نه یې نه ساتئ؟ خو له دې معلومیږي چې یا مو پر پاکستان ادعا بې اساسه ده او که بې اساسه نه وي نو پر طالبانو بریدونه منطقي نه دي همداسې نه ده؟
چارواکي خوله آخوا او دیخوا کړه خو معقول ځواب یې نه درلود.



