غزني: د هاوان مرمۍ لګيدو پيښه کې تر شلو زياتو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۰)
د راپورونو له مخې، د غزني ولايت په اندړ ولسوالۍ کې پر يوه ښوونځي د هاوان مرمۍ لګيدلې چې له کبله يې تر شلو زيات زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سیمه ييزې سرچينې وايي، پيښه نن سهار رامنځته شوې او هاوان مرمۍ د ملانوح بابا پر ښوونځي لګيدلې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، دغه مرمې د دولتي ځواکونو له خوا وار شوې او څو نورې مرمۍ هم په شاوخوا سيمه کې لګيدلي دي.
راپور زياتوي، په پيښه کې د ښوونځي څلور زده کونکي وژل شوي، اوولس تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه د دغه ولايت امنيتي مسؤولينو په دې تړاو څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې هم د دولتي ځواکونو د هاوان مرميو او توپونو ډزو کې ملکي وګړي په نښه شوي خو دا لومړی ځل دی چې پر يوه ښوونځي د هاوان مرمۍ لګيږي او په زیات شمير کې زده کوونکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.



