امريکايي يرغل مو تېر تاريخ وداغه!!

ليکنه: خاکسار
ټولې نړۍ ته معلومه او کره خبره ده چې افغانستان د امپراطوريو هديره ده، دلته يو يرغلګر هم نه دی بريالی شوی، که له ميلاد څخه وړاندې لاړ شو نو له سکندر څخه راواخله او بيا تر نن ورځې پورې يوه يرغلګر هم افغانستان نه دی نيول البته که د يو څه مودې لپاره په کې اوسېدلي وي، هغه بېله خبره ده.
مګر که بل خوا ځير شو نو په نوموړو يرغلونو کې څو معنوي تاوانونه مونږ ته، چې موږ افغان او مسلمان ملت ته را اوښتي؛ وبه يې وينو.
که د يرغلونو ځاني تلفات هر څو چنده زيات وي نو يو قوم پرې دومره نه ژوبلېږي خو بل خوا که معنوي ارزښتونه پکې پايمال شي نو بيا دا تاوان تر ځاني هغه ډېر زيات مضر او جبران يې بيا تر ټولو سخت دی.
مونږ په اوسني امريکايي يرغل کې تر ځاني تلفاتو معنوي تلفات ډېر لرو: چې په لاندې ډول يې څو نمونې لوستونکو ته ږدم:
۱ـــ کله چې پخوانيو انګرېزانو (برتانويانو) پر افغانستان يرغل کړی وو، ټولو افغانانو په يوه خوله د دوی پر وړاندې پاڅون او د جهاد اعلان وکړ، ان تر دې چې د هغه وخت د واکمن (امير دوست محمد خان) زوی شهزاده وزير محمد اکبر خان د دغو مجاهدينو په سر کې واقع وو. خو اوس خبره برعکس ده، هغه خلک خو پرېږده کوم چې د روسانو په وخت کې هم غلامان او اجيران وو او د روسانو يرغل ته يې توجيهات لټول چې مونږ به خلقيان بلل، خو برعکس هغه خلک چې د روسانو پر وړاندې يې جهاد کړی او په هغه وخت کې د مجاهدينو رهبران وو، لکه برهان الدين رباني، صبغت الله مجددي، استاد سياف او نور… چې اوس د امريکايانو يرغل ته دلائل تراشي او د امريکا پر وړاندې جنګېدونکي خلک ناروا بولي.
چې دا د افغانانو په تاريخ کې يو داسې کار وو چې هېڅ ممکن نه وو، خو امریکايانو د خپلو جاسوسانو او خپلو ماهرو ختيځپوهانو پر مټ دا ناشونی کار تر سره کړ او د افغانستان په تاريخ يې د دې کار پواسطه يو تور داغ پورې کړ.
۲ــ د برتانويانو پر وړاندې ټولو افغانانو په يوه خوله پاڅون او جهاد وکړ خو له انګرېزانو سره همکاران خلک ډېر کم وو، چې فيصدي يې بلکل په نشت حساب وه.
مګر که د خلقيانو او اوس وخت ته راشو نو وبه وينو چې د يرغل د ملاتړو په فيصدۍ کې ډېر تغير راغلی دی، ان تر دې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زيات شوي دي او د امريکايانو د يرغل حمايت کوي. نو فيصدي يې د پخوا په نسبت زياته شوې ده.
چې دا هم افغاني ټولنې ته معنوي زيان او تاوان دی چې د امريکايي يرغل له لوري ورواوښت.
۳ــ پخواني يرغلونه که له نظامي لحاظه هر څومره قوي وو خو له فرهنګي لحاظه يې په افغانانو زور نه رسېدلو يعنې په افغانانو کې يې ږيره خرېيل، پتلون اغوستل، نېکټايي اچول، پر ږيره رخشنډ وهل او نور نادوده او ناروا اعمال نشول دود کولی، خو اوس دغه کار ډېر په چټکۍ سره پر مخ ځي او ان تر دې چې افغانانو ته اوس د غرب دودونه د پرمختګ يو ډول ښکاري.
۴ــ په تېرو يرغلونو کې به که چا هم د يرغلګرو پر وړاندې اتلولي او قهرماني وښودله نو ټولو افغانانو به په يوه خوله اتل نوماوه او هيچا به هم په بده خوله نه يادولو، د مثال په توګه لکه وزير محمد اکبر خان، محمد جان وردګ، نائب امين خان لوګری، ملا مشک عالم، غازي محمد ايوب خان، ملاله ميوندۍ او نور.
مګر اوس دا بلکل برعکس دی، هغه څوک چې د امريکايانو د يرغل لپاره ډېز زيار وکاږي، اتل بلل کېږي، هغه څوک چې د افغانانو په وينو يې لاسونه تر بل هر چا ډېر سره وي، اتل بلل کېږي. چې مثالونه يې جنرال رازق، عزيزالله کاروان او نور ظالم جنرالان دي. او هغه چې د دوی پر وړاندې د مظلومو افغانانو د غچ په خاطر راولاړ شوي دي او په رښتيني ډول افغانان دي، غازيان دي، د وزير محمد اکبرخان لارويان دي، د ميرويس نيکه لمسيان دي او له هره اړخه اتلان دي، نو د دوی لخوا نورو ته منسوبېږي. چې له بده مرغه ځينې له خپل تېر تاريخه نا اګاه خلک يې هم ورسره بدرګه کوي.
۵ـــ په اوسني يرغل کې مو د تېرو اتلانو تاريخي مډالونه او شهکارونه امريکايي جنرالانو ته ورکول کېږي او په ډېره سپين سترګۍ ورته د همغو په سترګه کتل کېږي. چې دا ډول جنايت د افغانستان په تاريخ کې بلکل ساری نه لري.
۶ــ په دې يرغل کې له بده مرغه په حق باندې سترګې پټېږي او د يرغلګرو يو عمل هم بد نه بولي خو د اسلام د لارې د سرښندونکو ښه اعمال هم د هېواد په زيان او تاوان بولي، چې دا هم يو بې ساري، ستر او نه بښونکی جنايت دی.
پورتني جنايات په ريښتينې توګه د امريکايانو لخوا په ډېره منظمه او پلان شوې توګه په افغانانو کې ترسره کېږي او امريکايان وخت پر وخت د افغانستان په تېر تاريخ باندې ملنډې وهي.
نو له هغو افغانانو څخه مو هيله ده چې په غير شعوري ډول د امريکا هر څه ته سم وايي بايد ځانونه پوه کړي او د خپلو نيکونو تېر تاریخ مطالعه کړي او هم داسې سوچ وکړي چې امريکايان کله زمونږ دوستان کېدی شي؟
چې د دې ډول جنايتونو په واسطه امریکايان غواړي چې د افغانانو تېر وياړلی تاريخ وداغي.



