ټایمز: تیره اونۍ تر ۱۰۰ډېر دولتي ځواکونه وژل شوي

کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ ل)

نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې په افغانستان کې د تیرې اونۍ د تلفاتو شمېره خپره کړې ده

د ورځپاڼې په وینا، چې په تیره اونۍ کې د ۱۰۰ تنو دولتي ځواکونو په ګډون ۲۸ تنه ملکي کسان هم وژل شوي

ملکي کسانو ته اکثره مرګ ژوبله د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اوښتې، چې د یوې بلې امریکایۍ نشریې “ډیفنس ان ” د راپور له مخې د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکیانو ته زیاته مرګ ژوبله وراوړي.

نیویارک ټایمز د تیرې هفتې په تلفاتو کې د ۲ تنو امریکایي سرتیرو د وژلو یادونه هم کړې ده چې په قندوز کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

ورځپاڼه په افغان حکومت تور پورې کوي، چې حکومت کوشش کوي ترڅو د افغان پوځ مرګ ژوبله پټه وساتي خو په خبره یې چې یواځې د هلمند په سنګین کې دومره سرتیري وژل شوي، چې نشي پټیدای.

د طالبانو لخوا خپرو شویو راپورونو ته په کتو سره ښایي د وژل شویو سرتیرو شمیر نور هم لوړ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button