کندهار: په بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۴)

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هغه موټریز کاروان چاودنه شوې، چې په ګزمه راوتلی وو.

شمشاد ته یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې دا پیښه نن سهار د دامان ولسوالۍ د مرغان کېچه نومي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د تلفاتو په اړه لا هم څه نه دي ویل شوي خو شمشاد د یوې بلې سرچینې له قوله لیکي، چې په چاودنه کې بهرنیو ځواکونو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

د دې پیښې مسؤلیت لا هم چا نه دی منلی خو اکثره وخت د داسې چاودونو مسؤلیت طالبان په غاړه اخلي.

تیره ورځ هم په همدې ولسوالۍ کې طالبانو د ۲ تنو بهرنیو ځواکونو د وژلو ادعا کړې وه.

په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو د یوې پیښې په اړه هم لا تر اوسه له رسنیو سره مالومات نه دي شریک کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button