کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ ل)
اجرئیه ریاست دنړیوالو لطرفه په افغانستان کې روانه جګړه ناکامه وبلله او زباتوي دلته د زرګونو نړیوالو ځواکونو شتون کومه ګټه کړې؟ تردې وړاندې دا ځواکونه چې شمېر یې لکونو ته رسیده په دې و نه توانیدو چې دې هېواد کې ترهګر له منځه یوسي خو له ۲۰۱۴کال نه راپدېخو نړیوالو د خپلو ځواکونو شمېر هم کم او ټول جنګي مسؤلیت يې افغان ځواکونو ته ور له غاړي کړ، چې تراوسه ددوی د ۱۹ کلن شتون هیڅ ګټه نه ده حس شوې.
پر همدې مهال د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وایي چې پهدې هېواد کې د ترورېزم پر ضد د نړیوالو مبارزه بریالۍ نهوه، او تر اوسه يې شتون کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي د ترهګرۍ سره په مبارزه کې چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور اساسي هدف هم و، متأسفانه تر اوسه هغسې بریالۍ نهوه، د سولې لپاره پهدې وروستیو کې هڅې ډېرې شوي چې یو مثبت ګام دی.
پرهمدې مهال د امریکا ولسمشر هم د جګړې پر دوام او بدمرغۍ اعتراف کوي او ویلي يې دي چې لویدیځ په دې هېواد کې ګڼې لاس ته راوړنې لرلې دي خو ۱۹ کلنه جګړه یوه مسخره او بدمرغي ده


















