خلیلزاد سیاسي مشرانوته: تاسوکې دجګړې قرباني نشته ځکه دسولې مخالف یاست

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۸ ل)

دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزادپه نننۍ غونډه کې سیاسي، اوجهادي مشرانو ته غوسه کړې ده، د ارګ په نننۍ ناسته کې بعضومشرانو د سولې روان بهيریوه لوبه بللې اوځينو سياسي شخصيتونو او رهبرانو د خپلو خبرو پر مهال له دغې پروسې سره مخالفت څرګند کړی دی، ددغه مخالفت څرګندولو په غبرګون کې خليلزاد د غونډې ګډونوالو ته په تیزه لهجه اوقهرجن انداز ويلي چې زمونږ په دغه ناسته کې د اوسنۍ بدمرغه جګړې کوم قرباني نشته کنه چا به د سولې مخالفت نه وو کړی، اشاره یې همدوی ته وه ځکه چې دټولو بچي په بهرنیو ممالکو کې هوسا ژوند کوي، خليلزاد ټينګار کړی چې امريکا د جګړې ختم او سولې راتګ ته جدي ده او امريکا به ضرور دغه هدف ته رسيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button