د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې چې د بغلان مرکز پلخمري کې یو پول ګټې اخستنې ته سپارل شوی دی
دغه پول چې ۴۲ متره اوږدوالی لري، د ۲۷ نیم میلیونه افغانۍ په لګښت جوړ شوی دی
د یاد پول د جوړیدو له امله به تقریباً ۳ زره کورنیو ته د تګ اسانتیاوې برابرې شي
د پول د جوړیدو چارې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت لخوا پر مخ بیول شوي دي
د یادونې وړ ده، چې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې عام المنفعه پروژې اکثره وخت له خنډ سره مخ کیږي خو ویل کیږي، چې دا پروژه پرته له ځنډه سره ته ورسیدله


















