د پوهنې وزارت: په نوي کال کې سلګونه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۵)

د افغانستان د معارف وزارت وايي، د نوي تعليمي ۱۳۹۸ کال له پيل راهيسې لا هم په ټول هيواد کې سلګونه ښوونځي د زده کوونکي پر مخ تړلي دي.

د دغه وزارت ويانده نوريه نزهت وايي، په ټول هيواد کې ۴۰۰ بابه ښوونځي د زده کوونکي پر تړلي چې اساسي لامل يې جګړې او نا امني ده چې په ټول هيواد کې روانه ده.

څو ورځې مخکې د بغلان اوسيدونکو ويلي و چې دولتي ځواکونو يې له ښوونځيو پوځي مرکزونه جوړ کړي او دولتي عسکر ترې نظامي ګټه اخلي.

د بغلان اوسيدونکي وايي، د جګړو له امله په مرکزي بغلان، ډنډغوري او بورکې ولسواليو کې لسګونه ښوونځي تړل شوي او زده کوونکي خپلو ښوونځيو ته نشي تللی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې دولتي ځواکونو د غزني اندړ ولسوالۍ په ملانوح بابا ليسه باندې د هاوان مرمۍ وار کړه چې له کبله يې يوويشت زده کوونکو او ښوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

سيمه ييزو خلکو د اعتراض په ډول لاریون وکړ او غوښتنه يې کوله چې پر ښوونځي د مرمۍ ويشتونکي دې مجازات کړای شي.

د پوهنې وزارت په غزني کې په ښوونځي بريد وغانده او دا يې یو جنګي جنايت وباله، د جګړې له ښکیلو خواوو يې وغوښتل چې په جګړو کې د ښوونځيو او زده کوونکو خيال وساتي.

تير کال د هلمند د پوهنې وزارت ويلي و چې د دغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې د شل ښوونځيو په ودانيو کې دولتي ځواکونو پوستې جوړې کړي دي.

د راپورونو له مخې دا مهال په غزني، پکتيکا، لوګر ، بغلان او ګڼو نورو ولايتونو څخه داسې راپورونه ورکول کيږي چې دولتي ځواکونو په ښوونځیو کې پوستې جوړې کړي او د زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button