کندهار: د کرکټ لوبغاړو لپاره د ۲۴ ميليون افغانيو په ارزښت مېلمستون جوړيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۵)

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، کندهار ولايت کې د هند سفارت په مالي لګښت د کرکټ لوبغاړو لپاره مهجز مېلمستون جوړيږي.

تيره ورځ د کرکټ بورډ د مشرتابه او د اقتصاد وزارت د استازو په ګډون په دغه ولايت کې د ياد مېلمستون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دغه مېلمستون څلورويشت ميليون افغانۍ لګښت راځي چې ټول لګښتونه يې د هندوستان سفارت په غاړه اخيستي دي.

کرکټ بورډ وايي، دغه مېلمستون به د شپاړلس مياشتو په موده ې بشپړ شي چې ټولټال به پکې د اوسیدو خونو تر څنګ یوه کنفرانس خونه هم ولري.

د کرکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي او د دغه ولايت چارواکو د پرانيست غونډې په مراسمو کې د هند له سفارت او اقتصاد وزارت څخه مننه وکړه چې د ياد مېلمستون لګښت او د څارنې مسؤوليت يې په غاړه اخيستی او د کرکټ لوبغاړو لپاره د اسانتياوو برابرولو هڅې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button