
په هیواد کې د معتادینو د شمیر زیاتیدا د ديموکراسۍ بل ناورین
څارنوال حشمت عبیدی
د طالبانو د حکومت پر مهال په ټول افغانستان کې د افیمو او هیرویینو تولید کچه صفر ته ټیټه شوې وه خو د دموکراسۍ په راتلو او ودې سره افیمو او هیرویینو هم بې کچه وده کړې ده او ورځ تر بلې زیاتیږي.
پوډریان دومره زیات شوي چې نه د چا په کور کې څه په امن کې دي نه په بازار او نه په لارو او کوڅو کې، د یوې سروې په اساس یواځې په کندز کې د پوډریانو شمیر تر 40000 کسانو لوړ شوی دی، په کابل کې آن ښځینه پوډریانې هم پیدا شوي دي، دا سره له دې چې د دیموکراسۍ ګوډاګي حکومت د پوډریانو د درملنې درواغجنې دعوې هم کوي خو تر اوسه په ریښتینې توګه داسې څه نه دی لیدل شوي.
د دیموکراسۍ ناورین خلکو ته یواځې سره او شنه باغونه وړاندې کوي خو په اصل کې دغه کرغیړنه پدیده په اصل کې د دنیا او آخرت تباهي او بربادي ده ځکه چې ایډز، فحشا، سود، نشه، زنا، قتل، اجرتي قتل، اختطاف او داسې ډیری نور د همدې شومې پدیدې له کبله زمونږ په ګران هیواد کې وشیندل شوې او د افغانانو بچي یې له داسې کړمو سره مخ کړي چې خپل ګریوانونو نه یې لاس نشي خلاصولی.
دا سره له دې چې د دې تالي څټی حکومت تر شا تر پنځوسو هیوادونه هم شاته ولاړ دي او مالي، نظامي او لوجستیکي مرستې او ملاتړ یې هم کوي، حال دا چې د طالبانو د حکومت یو حامي حکومت هم وجود نه درلود بلکې برعکس ټولو یې پر وړاندې د دښمنۍ اعلان هم کړی و خو د هیواد په یوه سیمه کې هم نه ایډز وجود درلود نه فحشا په سترګو لیدل کیده، نه سود و نه نشه وه نه زنا وه نه اجرتي قتلونه او نه اختطافونه.
اوس دې لوستونکي قضاوت وکړي چې ایا د دموکراسۍ نظام او پدیده د افغانانو د خیر لپاره راوارده شوې ده او که د تباهۍ او بربادۍ لپاره؟ معلومه خبره ده چې دغه بدمخې نظریه یواځې او یواځې د اسلام د ځای ناستې په موخه او د اسلام د له مینځه وړلو په موخه او د بشریت د تباهۍ او بربادۍ او غلام کولو په مخه رامینځته شوې ده.



