هلته د سولې تودې خبرې او دلته ړندې بمبارۍ د کوم لوري په ګټه بولئ؟

امين وردګ

له کله نه چې د امریکا او افغان طالبانو تر منځ د سولې په هکله خبرې پیل شوې؛ جګړې هم سم زور ورسره اخیستی.

ځینې خلک فکر کوي چې ګواکي دواړه خواوې به ((د خپلو خبرو د اثر او اغېز لپاره)) کوښښ کوي، تر څو په مقابل لوري نظامي فشار راوړي.

خو زما نظر بیا لږ بل ډول دی:  تر یوې اندازې خو زه هم دا خبره منم چې – د دواړو لوریو له خوا د جګړې شدت به له مذاکراتو سره نېغ تړاو ولري- مګر دا موقف بیا ماته دریم لوری هم را په ګوته کوي! چې هغه د کابل تپل شوی حکومت دی.

امریکا غواړي چې نور له طالبانو سره جګړه پای ته و رسوي، طالبان غواړي چې د کابل تحمیلي حکومت را و نړوي،  کابل حکومت بیا غواړي چې قدرت په انحصار کې وساتي.

نو زه فکر کوم چې اوس مهال به د جګړې شدت او په عامو وګړو ړندې بمبارۍ امریکایان په مادي توګه ګټمن،  طالبان بریمن او د کابل حکومت لاپسې زیانمن کړي.

موږ پوهیږو چې له (۲۰۱۴م) کال څخه را پدېخوا (په نمایشي ډول) عملیات د کابل حکومت کوي،  مګر هوايي مرسته بیا له آمریکایانو غواړي؛ ځکه چې دوی هوايي ځواک نه لري او نه امریکا اجازه ورکوي.

اوس نو چې کله چېرې ړندې بمبارۍ وشي امریکایان یې پړه پر کابل حکومت ور اچوي او وايي چې د دوی په غوښتنه موږ دغه ځای هدف نیولی، نو زموږ یې څه چې عام خلک پکې وژل شوي!  دا ځواب باید هغوی ورکړی،  نه موږ.

راځو اصل مطلب ته!

نن د کابل همغه نظام چې (د امریکا په غوښتنه) نږدې ټولې نړۍ په رسمیت پېژندلی ؤ ،  د همغې امریکا له خوا یې استقلال ته توهین کیږي.

په قطر کې له طالب ((ټولي!)) څخه د ټول افغانستان تضمین اخیستل، هغه هم په داسې حال کې چې د کابل حکومت یو غړی هم هلته وجود و نه لري!  د څه په معنا یې بولئ؟

امریکا له کابل حکومت سره معاهده لري او د دائمي نظامي هډو پیمان یې ترې اخیستی؛ مګر نن چې د افغانانو زور پرې ورغی او دا ورته معلومه شوه چې ؛ ملت د طالب تر شا دی، نه د کابل حکومت – افغانستان پرېږدي او یوازې له طالبانو څخه تضمین غواړي.

نن هره ورځ تر هغې بلې ډېر ملکي وګړي (د امریکایانو په بمباریو کې) شهیدانیږي او هر لوري ته بورې میندې خپل وړوکي ماشومان (په سرو منګلو) له دودګنو خاورو څخه راباسي او دا د غم ټغر اوس نږدې د افغانستان په هر ګوټ کې هوار شوی دی.

خو دا د مستبدد او حاکم نظام ظلمونه ټول د طالبانو په بریا او د دوی په پوره شکست دلالت کوي!  ځکه چې ملت مجبور دی تر څو له طالبانو سره ودریږي او له دغې لارې خپل غږ پورته کړي .

څومره چې چاپې او بمبارۍ ډېريږي،  دوه برابره یې افغانان، امریکا او د کابل حکومت ته په غوسه کیږي او د طالبانو ملاتړ ته زړونه ښه کوي.

مګر کابل حکومت په دغه راز او اعجاز نه دی پوه!

څوک خبر دي چې امریکایانو (په دغه حساس وخت کې) ولې ړندو بمباریو ته کش ورکړی؟

-آیا خپله ماتې پټوې؟

-په دې آخر کې د افغانانو په وینو زړونه یخوي.

-یا دا چې فقط د کابل حکومت سپکوي او د ملت تر منځ یې فاصله لا پسې ور ډېروي.

-او که نه! غواړي چې خلک د کابل حکومت په مقابل کې پورته کړي او په تهاجمي توګه لاریونونه پرې وکړي؟

خو اوس چې څومره ملکي خلک په بمباریو کې زیانمنیږي، په همغې اندازه کابل حکومت خپل نسبي اعتبار له لاسه ور کوي او طالب لوری پیاوړی کيږي.

مګر د امریکا ګټه بیا پکې دا ده چې؛ افغانان وژل کیږي، دوی نظامي امتیازات تر لاسه کوي او هم به یې جنګیالي (په عملي توګه) ښه پکې ترين او و روزل شي.

بله ګټه به یې دا شي چې زړونه به خپل یخ کړي مګر پړه به یې د اشرف غني په غاړه ور واچوي.

په پای کې به دوی ته د تېښتې لاره برابره شي او د افغانانو له شر څخه به د تل لپاره خلاص شي.

خو تر ټولو ستر هدف د امریکایانو ((په سوله کې)) بیا دا دی چې؛  نور له طالب سرزوري سره له ککرې جنګولو ځان خلاص کړي؛ تر څو په راتلونکي کې (چې کېدای شي له روس او چین سره ښکر په ښکر شي) د افغانانو له کسات اخیستلو او شر څخه امان وي.

امریکایان اوس ډېر کوښښ دا کوي چې د طالبانو خفه زړونه بېرته خوشاله کړي؛ تر څو بل وخت بیا کوم سرخوږی ورته جوړ نه کړي او دښمني یې په دوستۍ بدله شي؛ خو فکر نه کوم چې د افغانانو به دا غربي وحشتونه هېڅکله هم له زړونو ووځي،  ځکه چې دا یې څلورم ځل شو او افغانان یوازې دری ځله بښنه کوي.

۲۰۱۹/اپرېل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button