فايننشل ټايمز: امريکا غواړي د ويتنام په څير ځان له افغانستان خلاص کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۶)
برتانيايۍ فايننشل ټايمز ورځپاڼې، له افغانستانه د امریکا وتل له ويتنامه د دغه د هيواد د وتلو سره پرتله کړي دي.
د هغه وخت د امریکا د بهرنيو چارو وزير “کسينجر” چې له ويتنام سره يې د سولې موافقه لاسليک کړې ويلي و (له وِتنامه د امريکا د وتلو او واک ته د کمونيست دولت د رسيدو تر منځ بايد فاصله وي).
په مطلب کې راغلي، کله چې د سويلي ويتنام له پلازمينې وروستۍ امریکايي پوځي چورلکه پورته شوه هغه ښار سقوط وکړ.
فايننشل ټايمز ليکي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خليلزاد هم ورته ډول تګلاره روانه کړې (له طالبانو سره په خبرو او د اشرف غني حکومت په څنګ ته کولو امريکا غواړي ځان له افغانستانه خلاص کړي).
که څه هم د افغان حکومت هيڅ استازی د طالبانو او امريکا خبرو کې ګډون نه لري او وخت ناوخت افغان چارواکي نیوکه کوي چې په دغه خبرو کې افغان حکومت څنګ ته پريښودل شوی خو د امریکا ځانګړی استازی خليلزاد وايي وخت ناوخت د دغه خبرو جزيات يې له افغان حکومت سره شريک کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا له دې وړاندې پنځه ځلې له طالبانو سره د افغان سولې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو ناستې کړي او ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې شپږمه ناسته هم وکړي چې ښايي دواړه لوري یوې موافقې ته ورسيږي.



