زلمي خلیلزاد اسلام اباد کې له دولتي چارواکو سره لیدلي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن اسلام اباد ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته کړي دي
خلیلزاد لومړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې ” تهمینه جنجوعه” سره لیدلي او د افغان سولې په اړه یې بحث ورسره کړی دی
نوموړي له دې لیدنې وروسته د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغان سولې په اړه لیدلي او په دې اړه یې له شویو پرمختګونو خبر کړی دی
قریشي په بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی او دا یې په دې برخه کې مهم ګام بللی دی
خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري
نوموړی نن وروسته له هغه اسلام اباد ته تللی چې تر دې وړاندې څلور ورځې په کابل کې وو



