بالا مرغاب کې دولتي ځواکونوته درنده مرګ ژوبله اوښتې  

دافغانستان ملي دفاع وزارت د بادغيس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط راپورونه ردوي او وايي، دمګړۍ د دې ولسوالۍ وضعيت نسبتاً ښه دى. د دغه وزارت وياند قيس منګل ویلي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو هوايي بريدونه له تېرې ورځې راهيسې پيل شوي، چې په ترڅ كې يې د دولت وسله والو مخالفينو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده. دى په يادې ولسوالۍ كې د افغان سرتېرو مرګ ژوبله تاييدوي او زياتوي، هلته د جګړې د دوام له كبله د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه كره معلومات نه دي ترلاسه شوي. بلخوا د بادغيس د ولايتي شورا رییس عبدالعزيز بېګ ویلي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ كې د درې ورځنۍ جګړې پر مهال شاوخوا ۵۰ افغان سرتېري وژل شوي، ټپيان شوي او يا هم طالبانو نيولي دي. د بادغيس د والي وياند جمشېد شهابي ټينګار كوي، چې تر نن ماښامه به د بالامرغاب ولسوالۍ وضعيت شایدبېرته عادي شي.

داپه داسې حال کې ده چې بالامرغاب ولسوالۍ  له څوورځې راهیسې دطالبانوترسختې محاصرې لاندې ده،اوطالبانودبعضومسلحودولتي ځواکونودتسلیمۍ رپوټونه هم خپاره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button