دبالامرغاب ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

د بادغیس ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ درنده جګړه روانه ده، که څه هم دولتي لوړپوړي چارواکي دجګړې شدت کم بولي خو له بالامرغاب څخه یو شمیر سرتیرود نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تراوسه کومکي ځواکونه نه دي ور رسیدلي او ولسوالۍ سقوط ته نږدې ده.
دوی وایي، جګړه د قومندانۍ پر ودانۍ روانه ده او یوشمیر برجونه د طالبانو په راکټي بریدونوکې لمنځه تللي دي اوګڼ شمیر سرتیري دغه جګړه کې وژل شوي دي.
اویوشمېر مسلح سرتیري چې دمحاصرې کړۍ پرې راتنګه شوې وه، وسلوالو طالبانو ته تسلیم شوي، دوی هم ګواښ کړی که کومکي ځواکونه ددوی مرستې ته ور نشي، دوی به هم دخپل ژوند دحفاظت په خاطر وسلوالو ته دتسلیمۍ لاسونه پورته کړي.



