بالآخره اسلامي ثقافت هم ترهگر شو!!

سرلیکنه

د دموکراسۍ تر نامه لاندې فعلي رژیم کې يو شمير غرب پلوه او د سیکولریزم لارویان غواړي چې د هیواد په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمون تدریس د بنیاد ګرايۍ او ترهګرۍ لامل وګڼي او پدې کار سره  د دوی د سیکولرستي پوچې مفکورې د خپراوي په وړاندې خنډ واقع کیدونکي مضمون (اسلامي ثقافت) مخه ونیسي؛ پداسې حال کې چې په ټولنه کې اعتدال ته بلنه اصلاً د اسلامي مفکورې بلنه ده او پخپله د سیکولرستي عقایدو لرونکو دغه ډول څرګندونې په حقیقت کې د دې لامل ګرځي چې د دوی په وینا افراطیت او بنیاد ګرايي رامنځته شي؛ ځکه د اعتدال معنا د افراط او تفریط دواړو نشتوالی دی او چې کله دوی د اسلامي مضامینو د تدریس په وړاندې داسې بهانې مطرح کوي، دوی د تفریط مرتکب ګرځي، لکه څرنګه چې نصرانیان یا عیسویان د خپلو احکامو  په برخه کې د تفریط لارویان ګرځیدلي دي؛ چې پایله به یې ضرور عکس العمل راپاریږي.

 پدې هکله يې بې منطقه استدلال دادی چې پدې مضمون کې د اسلامي خلافت یادونه کیږي ګواکې د خلافت تصور خو هغه دی چې داعش يې لري؛ هغه چې البغدادي پکې د بې ګناه خلکو سرونه پرېکول، خو حقیقت دا دی چې د البغدادي خلافت پخپله یوه امریکايي او غربي پروژه وه، څو نړیوال له خلافت څخه ووېروي؛ پداسې حال کې چې نبوي خلافت قایمول د هر مسلمانانو دیني فریضه ده؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: کله چې د یوه بیعت کړای شوي خلیفه په شتون کې بل څوک د خلافت دعوه وکړي نو د دې لامله چې د مسلمانانو وحدت له منځه ولاړ نشي باید سر يې قلم کړای شي؛ پدې معنی چې د اسلام دین د حکمرانانو تعدد ته اجازه نه ورکوي، نو د خلافت نعمت چې د استعمار د یرغل په نتیجه کې مسلمانانو له لاسه ورکړی باید اعاده شي او بېرته رامنځته کول يې د مسلمانانو دیني فریضه ده، خو دا ځینې له اسلامه ناخبره تل د استعمار ډول ته په ړندو سترګو نڅیږي .

 د غرب دغه پيروان اصلا پدې کار سره غواړي چې د سیکولریزم د پوچې مفکورې له مخې د اسلام د سیاسي نظام څخه انکار وکړي او سیاست د دې بې لارې شویو ځانګړی حق وګڼي، او داسې انګیري چې ګویا دین او سیاست سره جلا دي او دیني پوهان دې سیاست سره کار نلري؛ پداسې حال کې چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم په مدني ژوند کې د صغرا امامت تر څنګ کبرا امامت چې حکومتولي ده، د ژوند په ټولو چارو او اړخونو کې د مسلمانانو مشري کړې ده؛ د مدینې تاریخي تړون کې راغلي مادي د دې خبرې ځلېدلی او جوت ثبوت دی او په دغه آیت کې چې الله فرمايي: (هوالذی أرسل رسوله بالهدی و دین الحق لیظهره علی الدین کله) نه مراد دا دی چې د اسلام د دین مفکوره او عقیده پر ټولو ادیانو او ايډیالوژیو برلاسي او سیادت يې رامنځته شي او ښکاره ده چې دا کار د حکومت لاسته راوړلو او سیاسي اسلام پرته ممکن ندی.

خو په فعلي رژیم کې د اسلام پر وړاندې د نورو ګامونو تر څنګ بالآخره دا ګام هم په اخیستو دی چې اسلامي ثقافت هم د ترهګرې مفکورې په نوم بدنام کړي لکه نور مسلمانان یې چې د ترهګرو په نوم بدنام کړي، خو دوی غافل له دې چې د اسلامي مفکورې ساتونکی پخپله الله تعالی دی نو ځکه د تېرو 1400 کلونو راهیسې تر اوسه هیڅوک په دې ندی توانېدلی چې دغه مفکوره د ټولنو له منځه وباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button