امریکا: سعودي نه پرېږدو چې په اټومي ځواک بدل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، امریکا به هیڅکله سعودي عربستان ته دا اجازه ورنه کړي چې په یو اټومي ځواک بدل شي. نوموړي له سي بي ایس شبکې سره په مرکه کې ویلي، امریکا به هڅکله داسې یو هېواد ته د اټومي ځواک جوړولو اجازه ورنه کړي چې بیا اسراییل او امریکا ته په یو ګواښ بدل شي. هغه زیاته کړې دوی به په هیڅ صورت د ۱۵۰ میلیارده ډالرو په بدل کې سعودي پر یو اټومي ځواک بدل نه کړي. پومپیو دغه راز زیاته کړې، دوی نه یوازې سعودي بلکې هېڅ داسې یو هېواد ته د اټومي ځواک جوړېدلو اجازه نه ورکوي چې بیا یو وخت امریکا او د یاد هېواد متحدین وګواښي.

امریکا په ټوله نړۍ دواک اوځواک چلولو پخاطرچاته اجازه نه ورکوي چې اټومي قوت ته ورسېږي، ځکه نوایران، اوشمالي کوریا چې په اټومي قوت کې ددوی سره دمقابلې توان لري، همېش ددوی لخوا له اقتصادي بندیزونو سره مخ کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button