بغلان: پولیس خپله مېرمن او ورېره وژلې

کابل ټکی کام(شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل)

 د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې يو پوليس خپله ميرمن او ورېره په ډزو وژلي دي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت هم ددې پیښې پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې یاده پېښه دمرکز په دوهمه ناحیه حسین خېلو سیمه کې رامینځته شوې.

بشارت ويلي چې ياد پوليس د پلخمري ښار په دوهمې امنيتي حوزه کې دنده اجرا کوله چې له پيښې وروسته له سيمې څخه تښتېدلی دی.

نوموړي د پېښې لامل کورنی تاوتريخوالی یادکړی او ويلي يې دي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي اوجزیات به یې له رسنیو سره شریک شي.

د بغلان د ښځو چارو رياست په ياده پيښه غبرګون ښودلی او د تورن د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه يې کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button