لوړپوړي امریکايي چارواکي کابل ته راغلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۸ل)

وروسته ترهغې چې دکابل او واشنګټن اختلافات رسنیز شول، دامریکايي فوځ د مرکزي قوماندانۍ نوی مشر «جنرال مک کنیزي» د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته رارسېدلی.

د جمهوري ریاست له دفتر څخه رسنیو ته په لېږل شوپ رپوټ کې راغلي «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي نن ماسپښین خپل حضور ته ومانه، ددوی په وینا، په دغه کتنه کې دواړو لوریو  تروریزم سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې وکړې».

خبرپاڼه وړاندې لیکي «جمهوررئیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست پرمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو قدرداني او نوموړي ته یې په نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه».

د خبرپاڼې په بنسټ؛ جنرال مک کنیزي امریکا د افغانستان ستراتېژیک ملګری بللی او وعده یې کړې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې به خپلې مرستې نورې هم پراخوي.

دیادونې ده چې؛ جنرال مک کنیزي داسې مهال افغانستان ته راځي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په سر د نظر اختلافاتو د کابل –واشنګټن اړیکې ترینګلې کړي، کابل د خلیلزاد په مشرۍ د افغان سولې له روانې پروسې ناخوښ ښکاري او هیله لري څو د امریکا او طالبانو تر منځ په مذاکراتو کې ځای ولري.

خو طالبان بیا، بیا له ګډ حکومت سره خبرې ردوي او ګډ حکومت یو نامشروع او د پردیو له لوري جوړه شوې اداره بولي.

داسې ګنګوسې هم شته چې واشنګټن دملي امنیت دسلاکار لرې کېدا غواړي، ځکه چې محب څو ورځې وړاندې دخپلې کمزورې ډیپلوماسۍ پر بنا دامریکا په ځانګړي استازي نیوکې کړې وې، هماغه وخت امریکا په خلیلزاد برید پرخپل ځان برید بللی وو چې نوموړی یې له سختو نیوکو اوبندیزونو سره مخ کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button