لیکنه: غورځنګ
دا چې له ډېرې مودې راهيسې هره ډله سوله سوله نارې وهي، مګر په عمل کې هېڅ هم منځته نه راځي دا د دې له امله چې طالب لا تر اوسه پورې په چا باندې د سولې او روغې او جوړې باور نه درلودلو، خو دا دی اوس چې د طالب باور پيدا شو چې امريکا رښتيونې سوله غواړي نو اوس يې د په رښتيني ډول د سولې ميدان ته راودانګل او د ټولو افغانانو بلکې ټولو سیمه ييزو هېوادونو هيلې يې راټوکولې دي.
خو دا چې د ولسمشر غني دولت د تل لپاره سره يو له بله معکوسې ادعاوې کوي او وايي چې د سولې کيلي يا کُنجي د پاکستان په لاس کې ده او کله بيا وايي چې نه! د سولې کيلې د افغان دولت په لاس کې ده، نو راځئ چې د افغان دولت دا ادعاوې د انصاف په تله کې وتلو:
۱ــ کله چې امريکا يرغل وکړلو نو په لومړيو کلونو کې يې د سولې د کميسيون په نامه يو دولتي بانډ جوړ کړلو چې په ښکاره يې شعار د سولې منځته راتګ وو خو معاش، تمويل او تجهيز يې ټول د امريکايانو له لوري وو، په داسې حال کې چې تر اوسه پورې يې د لاسته راوړنو هېڅ څرګ نه لګېږي، يعنې د سولې اړوند يې يو فيصد کار هم نه دی کړی.
۲ــ افغان دولت هر وخت د سولې تر عنوان لاندې له طالبانو څخه تسليمېدل غواړي، ځکه، کله چې د دوو لوريو تر منځ سوله کېدونکې شي نو دواړه لوري بايد له سختو او شديدو سرحداتو راتېر شي او يوه منځګړې لاره غوره کړي، خو افغان دولت د سولې تر نامه لاندې طالبانو ته وايي چې اساسي قانون ومنئ! راشئ! د انتخاباتو له لارې ځانونه کانديدان کړئ! او ځانونه د جمهوري رياست له لارې کامياب او بريالي کړئ!
چې د افغان دولت دغه ډول غوښتنې د سولې لپاره نه، بلکې د تسليمۍ لپاره دي.
خو دا چې اوس د سولې لپاره کومې هلې ځلې روانې دي، دا ټولې د طالب په لاس دي، او د افغان دولت هغه ادعاوې، چې د سولې کيلي د پاکستان او يا هم د بل کوم هېواد په لاس کې ده؛ بلکل ناسمې او غلطې ثابتې شوې.
۳ـ په افغانستان کې د سولې راتلل په هغه صورت کې کېدی شي چې امریکايان او نور يرغلګر ووځي او يا هم د وتلو لپاره لنډ مهال وېش وټاکي، چې طالبانو همېشه همدا شرط وړاندې کړی دی او د سولې لپاره يې لومړی او مهم ګام بللی دی، خو افغان دولت بیا د دې پر ځای چې د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه څه فکر وکړي، امریکايي ځواکونه نور هم دې ته هڅوي چې پاتې شي او افغان وژنې ته دوام ورکړي.
ځکه نو اوس ټوله نړې د سولې کرېډېټ طالبانو ته ورکوي او که هر څوک د دريمګړي په حيث فکر وکړي نو هم دې نتيجې ته به ورسېږي چې سوله مو ريښتيا هم د طالب په لاس راتلونکې ده او د سولې رښتيني اتلان همدا طالبان دي.
نو د سولې پر موضوع تر پوهېدنې وروسته سړی دې نتيجې ته رسېدلی شي چې له اتلس کلنې جګړې او ناورين وروسته مو هېواد ته د هېواد د رښتينو بچيانو پر لاسونو سوله راتلونکې ده. او هېواد مو پر جوړېدو دی، همداشان هغه د سولې جعلي شعار ورکوونکي هم مخ په رسوا کېدو دي او ټول ملت وپېژندل چې دا خلک په حقيقت کې سوله نه بلکې د اشغال تداوم غواړي.
















