ايران: د کښتۍ جوړونې فابريکه کې چاودنې درې انجينران وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۸)
ايراني رسنۍ وايي، د دغه هيواد کښتۍ جوړولو په يوې فابریکه کې چاودنه شوې چې له کبله يې درې انجينران وژل شوي دي.
د ایران دولتي اژانس فردا نيوز لیکي، دغه چاودنه د بندر عباس سره نږدې د “شهيد درويشي” په نوم د کښتۍ جوړونې په یوه فابريکه کې د بيټرۍ چاودېديدو له کبله رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، په چاودنه کې د يادې فابريکې د کښتيو جوړولو درې انجينران وژل شوي دي.
راپور زياتوي، چاودنه به هغه کښتۍ کې شوې چې د اوبو لاندې مزل کوي په وينا يې یاده کښتۍ د جوړيدو په حال کې وه چې بيټرۍ يې چاودلې ده.
ايران له تيرو څو کلونو راهيسې دفاعي پوځي وسائل په خپل هيواد کې او ورته ډول فابريکو کې جوړوي چې اټکل کيږي دغه چاودنه د چاوديدونکو توکو له امله رامنځته شوي وي.


